
یو ایرانی چارواکی ادعا کړې چې امریکايي پلاوی، افغانستان ته د سفر پر مهال، لومړی قندهار ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره کتلي او تر هغه وروسته بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په کابل کې لیدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا پخوانی رییس، سیدرسول موسوي، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په سیمه کې د استخباراتي او سیاسي ادارو فعالیتونه، «د جمهوریت د دورې په شان» په ستراتژیک غفلت کې دي.
د سیدرسول موسوي اشاره د حامد کرزي او محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان ۲۰ کلن جمهوري حکومت ته ده. دغه ایرانی چارواکی کابل ته د امریکايي پلاوي سفر د طالبانو په بهرني سیاست کې یوه مهمه لاسته راوړنه بللې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.