
د افغانستان د نوي تعلیمي کال له پیل سره، د بښنې نړیوال سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو پر زدهکړو لګیدلې بندیزونه پای ته ورسوي. دغه سازمان نن (شنبه، د وري ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو تعلیمي پالیسۍ «له بشري حقونو ښکاره سرغړونه» بللې او ټینګار یې کړی چې د دې محدودیتونو د دوام لپاره هېڅ موجه دلیل نشته.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غواړي چې «بېاساسه پلمې» یوې خوا ته کړي او ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې په ټولو برخو کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د طالبانو پر ضد فشارونه زیات کړي. د بښنې نړیوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، نړیواله ټولنه باید د طالبانو د سخت دریځو پالیسیو پر وړاندې یو نړیوال کمپاین پيل کړي او دا ډله مجبوره کړي چې د خپلو کړنو حساب ورکړي.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړې اجازه نهده ورکړې او ترڅنګ یې د ښځو پر پوهنتونونو او تخصصي تعلیمي مرکزونو هم بندیز لګولی. دا محدودیتونه میلیونونه افغان نجونې له زدهکړې محرومې کړي او په نړیواله کچه پراخې اندېښنې یې راپارولي دي.