د امريکا د کانګرس غړی: افغانستان ته د امریکا بېرته راتګ حتمي دی

طرز پرس

22 دلو 1403

000222222.png

د امريکا د کانګرس يو جمهوري‌غوښتونکی استازی وايي چې افغانستان ته د متحده ایالاتو بېرته راتګ حتمي دی. نوموړي له افغانستان څخه د امريکا پر بېړني او ناکام وتلو نيوکه کړې او د افغانستان اوسنۍ وضعیت یې د امریکا ملي امنيت لپاره جدي ګواښ ګڼلی دی.

ښاغلي هاريګن دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ د امريکا ځينو رسنيو سره په خبرو کې کړي او ويلي يې دي چې له افغانستان څخه په بېړه وتل نه يوازې راتلونکې نسلونه نورې جګړې ته اړ کوي، بلکې د نړۍ په کچه د امريکا کمزوري ښيي.

هاريګن چې پخپله د ځانګړو ځواکونو يو لوړ رتبه قوماندان و او په افغانستان کې يې هم پوځي ماموريتونه ترسره کړي، زياته کړې چې که ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې وای، افغانستان به بيا د نړيوال ترهګرۍ پر مرکز نه وای بدل شوی. هغه زياته کړه چې که ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې وای، روسيې هم پر اوکراین برید نشوای کولی او  حماس هم د اسرائيل پر ضد کوم برید نه ترسره کاوه.

د کانګرس دغه استازی د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د امريکا د جرګې د واک تر چتر لاندې به خپل ټولو هلوځلو ته دوام ورکړي ترڅو له نړيوالو کړکېچونو څخه مخنيوی وکړي.