امنیت شورا په افغانستان کې د داعش ګواښونو په اړه غونډه جوړوي

صمیم بارکزی

طرز پرس

20 دلو 1403

ZKHY47CTGWDWBNU7PM3VCMAXIY.jpg

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به دوه ورځې وروسته «دوشنبه، د سلواغې ۲۲مه» په افغانستان او سیمه کې د داعش خراسان څانګې د ګواښونو په اړه غونډه وکړي. په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش شپږ میاشتنی راپور وڅېړل شي، چې په کې داعش خراسان یو نړیوال ګواښ ګڼل شوی دی.

د راپورونو له مخې، داعش ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده او د طالبانو د څو مهمو غړو، په ځانګړي ډول د کډوالو وزیر خلیل‌الرحمان حقاني، د ترور مسؤله ګڼل شوې ده. سیګار هم ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، داعش لږ تر لږه د طالبانو ۸ مهم  غړي وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې څو ځله د داعش په شمول د هر ډول وسله‌والو ډلو د حضور ادعاوې رد کړي دي.