
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، د دوشنبې په ورځ په یوه آنلاین غونډه کې ومنله چې د طالبانو د رهبرۍ په کچه فکري اختلافات شته، خو ټینګار یې وکړ چې دا اختلافات د جګړې یا د طالبانو د نظام د ړنګیدو لپاره کوم ګواښ نه دي.
هغه د طالبانو د رهبرۍ په کچه د کورني اختلافاتو په اړه وویل چې داسې مسلې په هر سیاسي او نظامي ادارو کې رامنځته کیدی شي او د مجاهد په خبره باید ګواښ ونه ګنل شي.
مجاهد همداراز، د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال د ملا عبدالغني برادر د ټپي کېدو او د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اخ و ډپ په اړه خپاره شوې اوازې رد کړې او زیاته یې کړه چې طالبان په ټوله کې د داخلي یووالي د خوندي کولو او د کورنيو جګړو د مخنیوي لپاره رامنځته شوی دی. هغه له افغانانو څخه وغوښتل چې د دې اختلافاتو په اړه اندېښنه ونه لري او د طالبانو د واکمنۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په وروستیو کې د طالبانو د رهبرۍ په کچه د پراخو کورنيو اختلافاتو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. دوبۍ ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي له تېښتتې سره، د دغو اختلافاتو نښې غښتلې شوې.
ښاغلي ستانکزي په یوه تازه خپره شوې غږیزه وینا کې د طالبانو د مشر هبتالله آخندزاده پر ضد سختې نیوکې کړي او طالبانو ته یې سپارښتنه کړې چې له هغه په پټو سترګو اطاعت ونه کړي.
عباس ستانکزي د ملا هیبت الله له لوري د واک مطلق انحصار ته په اشارې ویلي چې طالبان باید هغه داسې ونه ګڼي لکه «پیامبر یا خدای». هغه په صریحه ژبه د طالبانو مشر ملاهبت الله ته په خطاب ویلي: «موږ تا لپاره وطن نه شو ورانولی.»
دا لوړپوړي طالب چارواکي ټینګار کړی چې د هبتالله آخندزاده اطاعت یوازې هغه وخت روا دی چې د «الله په لار» کې وي. هغه خبرداری ورکړی که د طالبانو مشر له دې لارې واوړي، بیا یې مشرتابه مشروعیت نه لري. «ته تر هغه زما امیرالمومنین یې چې د الله په لار کې یې. که له دې لارې واوړې، بیا نه امیر یې، نه دې پېژنو.»