
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د یو پرانیستې لیک له لارې د هند له صدراعظم نریندرا مودي څخه غوښتي چې د پاکستان له لوري د دوی د جبري ایستلو د مخنیوي په برخه کې بېړنی مرسته وکړي.
هغوی په دې لیک کې خپل د ستونزمن وضعیت په اړه ویلي چې د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، د بیا مېشتېدو په هیله پاکستان ته پناه یوړه، خو اوس د نیولو، ګواښلو او زور له لارې د ایستلو له خطر سره مخ دي. په دې لیک کې په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او سپین سري کسانو یادونه شوې چې له پاکستان څخه د ایستلو په صورت به له سختو ستونزو سره مخ شي.
کډوالو د هند له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د زرګونو بېسرپناه کډوالو د ژغورلو لپاره بېړني اقدامات وکړي او د هند خاوره کې د دوی د منلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. هغوی ټینګار کړی چې دا اقدام به د بشري حقونو او انساني اصولو په وړاندې د هند ژمنتیا نړۍ ته روښانه کړي.
په وروستیو میاشتو کې، د پاکستان حکومت د سخت دریځو سیاستونو له لارې افغان کډوال نیولي، شکنجه کړي او په زور یې له هېواده ایستلي دي. په لیک کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید د دې بشري ناورین په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د جبري ایستلو او د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.