پاکستان د افغان کډوالو په زوره شړل درولې؛ دایمي پرېکړه که لنډمهاله حل لاره؟

حامیه نادري

طرز پرس

26 جدی 1403

austria-migration-ten-commandments.jpg

په اسلام‌آباد کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۱۵مې نېټې څخه نور د افغان کډوالو د په زوره شړلو لړۍ درولې ده. ظاهراً دا پرېکړه د طالبانو د سفارت، د پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر منځ له سختو خبرو اترو وروسته شوې ده.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مشرې فیلیپا کندلر سره تر لیدو وروسته یوه اعلامیه خپره کړه او له دې پرېکړې یې خبر ورکړ. هغه وویل چې دا پرېکړه د ټولو افغان کډوالو لپاره ده، که دوی د قانوني اسنادو لکه د پی‌او‌آر (POR) او ای‌سي‌سي (ACC) کارتونو لرونکي وي او یا هغه کسان چې دا کارتونه نه لري.

دا اقدام د تېرو څو اونیو په جریان کې د افغان کډوالو د پراخو نیولو او ایستلو په غبرګون کې ترسره شوی دی. د پاکستان پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ان هغه کډوال هم نیولي وو چې قانوني اسناد یې درلودل. یو شمېر سرچینو طرز پرس سره په خبرو کې داهم ومنله چې ځينې کسان د رشوت په بدل کې د پولیسو لخوا خوشې شوي دي. له دغو راپورونو وروسته د پاکستان دا ډول توپیري چلند د نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د بشري حقونو د ملاتړو ادارو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

په اسلام‌آباد کې د طالبانو سفارت د دې اقدام هرکلی کړی او هغه یې یو مثبت ګام بللی دی. خو دغه سفارت له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د پولیسو ناسم چلند په اړه څېړنې وکړي او وې دروي.

سره له دې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د لړۍ درېدل د کډوالو لپاره یو فرصت بلل کېدای شي، خو څارونکي په دې اند دي چې دا پرېکړه ښايي لنډمهاله وي او په راتلونکي کې ماته شي. په همدې حال کې د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه ټینګار کوي چې نړیوال بنسټونه دې د پاکستاني چارواکو د چلند پر دوامداره څارنه او د کډوالو د حقونو د ضمانت په برخه کې هڅې وکړي.

اوس پاکستان ژمنه کړې ده چې د کډوالو جبري ایستل ودروي او د دې کسانو حقونو ته، پرته له دې چې د اقامت اسناد یې څرنګه دي، درناوی وکړي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ډېر افغان کډوال د خپلو هېوادونو د ناامنه وضعیت له کبله، پاکستان ته پناه وړې ده. د دغو کډوالو ډېر کسان د اقامت یا دریمو هېوادونو ته د انتقال په تمه دي.