د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت وایي، خپله یوه تجربه کاره ډیپلوماته، امیندا مک ګریګور یې د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پینسي ونګ پرون په یوه بیان کې دغه خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز په ځای دا دنده مخته وړي.
سرچېنې لیکلي چې اغلې مک ګریګور به له قطر څخه کار کوي او له هغو هېوادونو سره به په تماس کې وي چې پر طالبانو فشار راولي چې بشري حقونه رعایت کړي. د راپورنو له مخې، مک ګریګور پخوا د اسټرالیا د کاناډا او لبنان په سفارتونو کې د ډیپلوماتې په توګه کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د صدراعظم او کابینې جګپوړې سلاکاره پاتې شوې ده. نوموړې د اسټرالیا دفاع وزارت کې هم د کار تجربه لري.
اسټرالیا د افغانستان لپاره نوې ځانګړې استازې و ګمارله
طرز پرس
4 سرطان 1403