کریم خرم چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر پاتې شوی او یوه پېژندل شوې سیاسي څېره ده، د سوریې د وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دغه وضعیت «موږ افغانانو» لپاره یو لوی درس لري.
ښاغلي خرم د بشار اسد انحصاري حکومت ته په اشارې خپل ایکس پاڼه کې لیکلي، «هیڅکله باید کورني نارضایتۍ ناحل شوې پرېنښودل شي»
کریم خرم چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د کار سابقه لري او د افغانستان د سولې او جګړې په برخه کې یو له اصلي لوبغاړو څخه پېژندل کيږي، په دغه لیکنه کې ټینګار کړی: «حکومتونه باید لومړی له خپل ملت سره سوله وکړي.» په دې یادښت کې هغه د طالبانو نوم نهدی اخیستی، خو د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس یې د سوریې حالت ته ورته یاد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اوسني طالبانو د حکومت پر وړاندې هم پراخې نارضایتۍ شتون لري او داسې انګېرل کېږي چې ښاغلي خرم هم غواړي طالبانو ته همدا پیغام ابلاغ کړي.