تر هغه یوه ورځ وروسته چې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل، اوس د کرملین ویاند وایي چې د افغانستان د واکمنانو په توګه له طالبانو سره اړیکې د مسکو لپاره «ډېر مهم» دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف نن «سې شنبه، د لیندۍ ۶مه» په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې روسیه غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي. نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان له رهبرۍ او له واکمنې ډلې [طالبانو] سره اړیکې د روسیې لپاره ډېر مهم دي.»
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي، سرګي شویګو، په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او د طالبانو له مهمو سیاسي او امنیتي مشرانو سره یې خبرې وکړې.
د روسیې دغه چارواکي له طالبانو سره په دې لیدنه کې د امنیتي، اقتصادي او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړي دي. روسي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو له ښاغلي سرګي شویګو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې چې په امریکایي بانکونو کې بندې دي، باید آزاد کړل شي. د طالبانو ارګ پاڼه هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي له افغانستان سره په اقتصادي او په ځانګړي ډول د ترانزیت او ریل پټلۍ په برخه کې همکاریو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.