کابل - طرز پرس: د کاناډا رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دې هېواد یو پخوانی تجربه لرونکی پوځي افسر د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو لخوا نیول شوی دی.
د طرز پرس د راپور له مخې، کاناډايي رسنۍ «سيټيوي نیوز» د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د کاناډا دغه پوځي افسر «ډېوېډ لاوري» نوميږي او د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو لخوا نېول شوی دی. راپور ویلي چې ښاغلی لاوري تر هغه وروسته چې افغانستان ته په سفر تللی وو، ونیول شو او د کاڼاډا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې له دغه پېښې خبر دي او هڅه کوي چې دا ستونزه له ډپلماټيکو لارو چارو حل کړي.
ډېويډ لاوري څوک دی؟
د کاناډايي رسنیو د معلوماتو له مخې ښاغلی لاوري په افغانستان کې د کاناډا یو پخوانی نظامي افسر تېر شوی او له دې سربېره په کاناډا کې د یوې خصوصي امنیتي کمپڼۍ مشر هم دی.
ویل کيږي چې نوموړي د افغانستان تر سقوط وروسته څو ځلې کابل ته سفر کړی او د خپلې خصوصي امنیتي کمپنۍ له لارې په کابل کې مشورتي خدمتونه یې وړاندې کړي دي.
د راپور له مخې، ښاغلی لاوري د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د کاناډا د تخلیې عملیاتو په جریان کې هم له سلو څخه د زیاتو افغانانو په وتلو کې مرسته کړې ده. کاناډایي رسنۍ سي ټي وي نیوز همداراز ویلي چې طالبانو له څو کلونو راهیسې په کابل کې د ښاغلي لاوري له فعالیتونو څخه خبر او په جریان کې وو. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.