کابل: «طرز پرس»: طالبان وايي چې له نړیوالو سره یې ډپلماټيکې اړیکې وده کړې او تر اوسه په بهرنیو هېوادونوکې څلوېښت سیاسي استازولۍ د دوی په واک کې دي.
دا څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې «وی رونیکا بوسویک پوهار» سره په یوه تعارفي لېدنه کې کړي دي. د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې دوی اوس د نړیوالو ټول هغه اندېښنې حل کړي چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.
د ارګ پاڼه په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړي، چې طالبانو په مشخص ډول کومې اندېښنې ته اشاره کړې؛ خو د افغانستان خاوره د امریکا او نورو هېوادونو پرضد نه کارېدل، د ترهګرو ځپل او په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو درناوی او په رسمیت پېژندل هغه درې مهمې اندېښنې دي چې له افغانستان څخه یې نړیواله ټولنه لري.
د طالبانو د ارګ پاڼې د نومبر په ۹مه لیکلي چې: «مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د اسلامي امارت (طالبان) اړیکې د ودې په حال کې وبللې او څرګنده یې کړه، دا مهال په افغانستان کې د ګڼ شمېر بهرنیو سفارتونو د فعالیت تر څنګ، طالبان په بهر کې ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.»
د ارګ د خبرپاڼې په وینا، اغلې بوسویک پوهار په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د فعالیتونو پر دوام ټينګار کړی او ویلي یې دي چې دوی په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د شته ستونزو د حل پلوي ده.