
طرز پرس: فاکس نیوز د یو لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله لیکلي چې کابو یو ساعت مخکې د ایران پر وړاندې د اسرائیل هوایي بریدونه پیل شوي او لا هم دوام لري.
بل پلو ایراني رسنيو ویلي چې په تهران کې د څو درنو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.
د ټولنیزو شبکو فعالینو هم لیکلي چې څو شیبې وړاندې د تهران پر وخت، د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې، د څو چاودنو له وېروونکي غږونو سره له خوبه را وېښ شوي دي. د ټولنیزو شبکو فعالینو ویلي، چې د دغو چاودنو غږ د امام خمیني هوایي ډګر په ګډون د تهران له څو اړخونو اوریدل شوي دي. سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ فارس هم د دغو چاودنو پخلی کړی دی.
د نورو جزئیاتو لپاره له طرز پرس سره اوسئ.