طرز پرس: د بریتانیا استخباراتي چارواکو په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو پر زیاتوالي اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د «داعش خراسان څانګې» یوځل بيا په افغانستان کې راپورته شوي دي.
ګارډین د بریتانیا د استخباراتو مشر کین مک کالوم له قوله لیکلي چې: «په افغانستان کې د داعش ډلې له بیا پورته کېدو سره د ترهګرۍ د لېږد هڅې هم زیاتې شوې دي.» دغه لوړپوړي بریتانوي استخباراتي چارواکي ګارډین ته ویلي چې ان ځینې بریتانوي اتباع دې ته لېواله وو چې افغانستان ته ولاړ شي او د «داعش خراسان څانګې» له ډلې څخه روزنه ترلاسه کړي.
ګارډین د نوموړي په حواله زیاتوي: «دوه وروڼه چې اصلاً د بریتانیا د برمنګهم ښار اوسېدونکي وو، غوښتل چې د داعش خراسان څانګې سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته ولاړ شي، خو تېر کال دواړه ونیول شول.» د بریتانیا د استخباراتو رئیس د داعش ډلې لخوا په روسیه کې پر یوه هوټل ترسره شوي برید ته په اشارې سره ويلي چې دا ډول بریدونه له افغانستان څخه بهر د بریدونو تنظیمولو لپاره د داعش ډلې وړتیا ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یوه اونۍ وړاندې خبر ورکړی وو چې د «داعش خراسان څانګې مشران» د استخباراتي کړیو لخوا د پاکستان بلوچستان ایالت ته انتقال شوي او له هغه ځایه افغانستان او نورو هېوادونو کې خپل ترهګریز بریدونه ترسره کوي.
د بریتانیا د استخباراتو مشر: افغانستان کې د داعش له بیا پورته کېدو اندیښمن یو
طرز پرس
19 میزان 1403