یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د پلان کولو په تور نیول شوی دی

طرز پرس

18 میزان 1403

6.jpg

طرز پرس: د امریکا امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې د نصیر احمد توحیدي په نوم یو افغان د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو پر ورځ د ترهګریز برید د پلان کولو په تور نیول شوی دی.
امریکايي رسنیو د اف‌بی‌آی په حواله راپور ورکړی چې ښاغلي توحیدي د دې ترهګریز برید لپاره ځینې چمتو کېدونکي اقدامات لکه د کور پلورل، له امریکا نه بهر د کورنۍ د لېږدولو هڅه او د وسلو او مهماتو اخیستل یې ترسره کړي دي. د راپورونو له مخې، ښاغلی توحیدي غوښتل چې دا برید د داعش تروریستي ډلې په نوم ترسره کړي. د اف‌بی‌آی د اسنادو پر بنسټ، ښاغلي توحیدي تر دې مخکې د داعش ترهګریزې ډلې تبلیغات لیدلي او یوې خیریې ادارې ته یې پیسې استولي چې دا خیریه اداره داعش ترهګریزې ډلې ته د پیسو په انتقال تورنه ده.
اف‌بی‌آی د خپل لومړني تحقیقاتو له مخې ویلي چې نصیر احمد توحیدي او د هغه ملګري، چې هویت یې تر اوسه څرګند نه دي، وروستۍ موخه په متحده ایالاتو کې د داعش په نامه د یو خونړی برید ترسره کول و.
اف بي آی وايي، نصیر احمد توحیدي ۲۷ کلن افغان ځوان دی او په ۲۰۲۱ کال کې د ځانګړې مهاجرت ویزې له لارې متحده ایالاتو ته ورغلی دی.