د هالند د بهرنیو چارو وزیر: زموږ هدف د ښځو پر ضد د طالبانو د وحشتناکو قوانینو ختمول دي

طرز پرس

5 میزان 1403

000_8YM328-e1610519130963-640x400.jpg

طرز پرس: هالند وایي چې د افغانستان د ښځو پر وړاندې د طالبانو د «وحشتناکو» قوانینو پای ته رسول د دې هېواد د اجنډا په سر کې ځای لري.
د هالند د بهرنیو چارو وزیر، فیلد کامپ، د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر ۲۶مه، د طالبانو د سختو سیاستونو په غبرګون کې په خپل ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت زړه بوګنوونکی او له زغم وتلې ده. نوموړي د افغانستان د ښځو په وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د افغانې ښځې او نجونې تقریباً په بشپړه توګه له عامه ژوند څخه محرومې شوې دي.
د هالند د بهرنیو چارو وزیر طالبانو پر وړاندې د خپل هېواد د وروستي اقدام یادونه کړې چې د یوې ګډې پرېکړې له مخې د آلمان، اسټرالیا او کاناډا هېوادونو سره په همغږۍ غواړي طالبان د «هاګ» نړیوالې محکمې ته راکش کړي. هغه ټینګار وکړ چې د دې کار اصلي هدف د طالبانو د « ښځو ضد وحشتناکو » قوانینو پای ته رسول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هالند، آلمان، اسټرالیا او کاناډا هېوادونو د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ګواښ وکړ چې که طالبان د ښځو پر وړاندې له خپلو سختو سیاستونو لاس وا نخلي، نو دوی به نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.