جوبایدن: له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سخته؛ خو سمه وه

طرز پرس

4 میزان 1403

88.png
طرز پرس: د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډڼ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه سخته؛ خو «سمه پرېکړه» وبلله.
جوبایډن دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ، د تلې۳مه، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. نوموړي یو ځل بیا له خپلې پرېکړې څخه دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل، د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره پرېکړه وه. جوبایډن په خپله وینا کې وویل: «افغانستان لکه ویتنام د امریکا په اوږدې جګړې بدل شوی و. ژمنه مې کړې وه چې دا جګړه به پای ته رسوم او دا کار مې وکړ.»
نوموړي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه «سخته» وبلله او ویې ویل چې د امریکا څلورو ولسمشرانو له دې «سختې» پرېکړې سره مخامخ شوي وو، خو هغه ژمن و چې دا پرېکړه به پنځم ولسمشر ته ونه لیږدوي. د متحده ایالاتو ولسمشر په خپله وینا کې همدارنګه د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا درې زره امریکایي سرتېرو د وژل کېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د هغوی قربانیو ته درناوی کوي.