طالبان: اسراييل د سیمې امنیت ګواښي او نړېواله ټولنه یې باید عاجل مخه ونیسي

طرز پرس

3 میزان 1403

OIP (3).jpg

طرز پرس: طالبان پر لبنان د اسراييل وروستي خونړۍ بريدونه غندلي او ويلي یې دي چې پر غزه د تل آویو بريدونو ته پر وخت ځواب نه ورکول، د دې لامل شول چې اوس اسراييل د ټولې سیمې امنیت وګواښي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل سه‌شنبې د تلې پر ۳مه، پر خپل اېکس پاڼه کې ولیکل چې نړېواله ټولنه باید د اسراييل د بريدونو مخه ونیسي. په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان د اسرائیل له خوا پر لبنان وروستي بریدونه چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې سلګونه کسان وژلي، په کلکو ټکو غندي.
په دغه خبرپاڼه کې نسبتاً تونده ژبه کارول شوې: « په غزه کې د غاصب رژیم لخوا نسل‌وژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوي چې رژيم د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي.» د طالبانو دغه ویاند له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په بېړني ډول د اسراييل مخه ونیسي؛ څو په وینا یې، په لبنان او په ځانګړي ډول په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو مخه ونیول شي او د ملکي وګړو خوندیتوب پکې ډاډمن شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو د پرونیو مرګونو بریدونو په ترڅ کې په لبنان کې ۴۹۲ کسان، د ۳۵ ماشومانو او ۵۸ ښځو په ګډون وژل شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې له زر کسانو ډېر نور ټپیان دي.