د پوتین مرستیال ته د طالبانو لیک: د بریکس غونډې ته د ګډون لپاره لېواله یو

طرز پرس

2 میزان 1403

news-1629537223-1537.jpg

طرز پرس - روسي رسنیو په ډاګه کړه چې طالبانو د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال ته په یو لیک کې ویلي چې دوی د بریکس په غونډه کې د ګډون لپاره لېواله دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس، ریانووستی، لیکلي چې دا لیک د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، له خوا د ولادیمیر پوتین مرستیال، یوري اوشاکوف، ته استول شوی دی. د طالبانو په دغه لیک کې ویل شوي: «موږ خپل یو لوړپوړي پلاوي سره چې د رئیس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر یې مشري کوي، د بریکس په غونډه کې ګډون کولو لپاره لېواله یو.»
روسیه، هند، چین، برازیل، او جنوبي افریقا د بریکس اصلي غړي دي. مصر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران، او ایتوپیا هم د دې کال په پیل کې له بریکس سره یوځای شوي دي. ټاکل شوې ده چې د بریکس د سرمشریزې غونډه د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې پورې په روسیه کې ترسره شي. د روسیې حکومت ویلي چې دا غونډه به په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او مالي برخو کې د همکاریو پر پراختیا متمرکزه وي.