د بیان آزادۍ او پر اختلافي مسایلو بحث له کبله د طالبانو اندېښنې

طرز پرس

30 سنبله 1403

1847719_759-1-470.jpg

د طالبانو د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په رسنیو کې باید له اختلافي او «نزاع پاروونکو» بحثونو څخه ډډه وشي.
طرز پرس: په دغه اعلامیه کې چې د طالبانو د لومړي وزیر دفتر نن، د جمعې په ورځ د وږي ۳۰مه، خپره کړې، راغلي دي: «طالبان لکه څرنګه چې د خلکو فزیکي امنیت خپل مسؤلیت ګڼي، همدارنګه د نفرت خپرولو د عواملو مخنیوی هم خپله دنده بولي.» په اعلامیه کې ویل شوي چې د اختلاف لرونکو مسایلو په راپورته کولو سره «خلک خپله لاره ورکه کوي او په ټولنه کې اختلافات او تشویشونه رامنځته کېږي.» د دې اعلامیې پر بنسټ، د دیني علماوو او نورو مبصرینو په ګډون هېڅوک حق نه لري چې د طالبانو پرېکړې د سنت او قرآن له نظره تر پوښتنې لاندې راولي. طالبانو په دې اعلامیه کې دا نه دي ویلي چې له سرغړونکو سره به څه وکړي، خو د دې ډلې د عدلیې وزارت څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو د امر بالمعروف په قانون نیوکه کول د محکمې او زندان پایلې لرلای شي.