د افغانستان په تحولاتوکې د مارشال دوستم پر مهم رول د امرالله صالح اعتراف

طرز پرس

27 سنبله 1403

p09d32sl.jpg

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال او په تبعید کې د طالبانو یو مخالف، امرالله صالح، د افغانستان په تحولاتو کې د جنبش ګوند مشر مارشال دوستم په مهم رول اعتراف وکړ او زیاته یې کړه: «له دې نقش څخه انکار کول د وخت ضایع او غلط فکر دی.»
طرز پرس - دغه څرګندونې چې امرالله صالح نن سه شنبه، د وږي ۲۷مه، په خپله ایکس پاڼه کې خپره کړې، ښايي د مارشال دوستم د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې وي. مارشال دوستم په یوه انلاین کنفرانس کې چې د طالبانو مخالفو څېرو پکې ګډون درلود، د څو پنجشیري وګړو له لوري د تاجیک قوم د واک او شتمنیو د غصب په اړه سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې څو پنجشیري وګړي د کابل د خلکو ټول ملکیتونه غصب کړي، په داسې بڼه چې د نوموړي په ټکو، هېڅوک په پنجشیر دره کې نه دي پاتي.
مارشال دوستم همدارنګه د امرالله صالح هغو څرګندونو ته هم کلک غبرګون وښود چې هزاره توکمي وکړي یې د طالبانو پر وړاندې وسله‌والې جګړې ته رابللي وو.
مارشال دوستم په تلويحي بڼه د امرالله صالح دا نظر غیر منطقي وباله او زیاته یې کړه، که څوک منطقي مشوره نشي ورکولی، نو «لازمه نه ده چې داسې مشورې دې خلکو ته ورکړي.» د مارشال دوستم دغو څرګندونو ته په غبرګون کې امرالله صالح ۲۴ ساعته وروسته په خپله اېکس پاڼه کې اعتراف وکړ چې د جنبش ګوند مشر مارشال دوستم د افغانستان په تحولاتو کې مهم رول درلود. نوموړي د مارشال دوستم پر وړاندې د مدح ژبه کارولې او ليکلي يې دي چې دوستم «یو ځواکمن نظامي، مطرح سیاستوال، د یو ستر قوم مشر او په معاصر تاریخ کې پوخ تجربه لرونکی شخصیت دی.» امرالله صالح په دې ټویت کې زیاته کړې چې په اوسني شرایط کې نیوکه کول د هر انسان مسلم حق دی.