برلین او تاشکند د ماهرو کارګرانو د منلو او د افغانانو د بېرته استولو پر سر هوکړه کړې

طرز پرس

26 سنبله 1403

GXiLRRBXwAAn2DQ.jpeg

برلین او تاشکند د ماهرو کارګرانو د منلو او د اوزبیکستان له لارې افغانستان ته پر جرایمو د تورنو افغانانو د لېږلو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
طرز پرس- د المان صدراعظم اولاف شولتز د یکشنبې په ورځ د وږي ۲۵مه، پخپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې جرمني او ازبکستان د کډوالۍ او د دې هېواد له لارې د افغانانو د بېرته استولو په اړه یو تړون لاسلیک کړی دی. نوموړي زیاته کړه: «موږ هغو خلکو ته چې لوړ استعدادونه لري، اجازه ورکوو چې المان ته راشي» رویټرز هم د المان صدراعظم اولاف شولتز په حواله لیکلي: «جرمني د اقتصادي ودې لپاره هغو کارګرانو ته اړتیا لري چې لوی استعدادونه ولري.»
ښاغلي شولتز چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د دې هېواد له چارواکو سره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه د هغو کسانو د بېرته استولو لپاره چې په جرمني کې ژوند نه شي کولای، یوې «ساده او غیر له بوروکراسۍ» هوکړې ته رسېدلي دي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.