د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال دوستم وړاندیز کړی چې په «تبعید» کې یو موازي حکومت اعلان شي، ځکه د ده په وینا، ډېر لګښت نه غواړي او د طالبانو د مخالفو څېرو په وس کې هم دی.
طرز_پرس- مارشال دوستم خپله دغه طرحه د یکشنبې په ورځ د وږي ۲۵مه، په یوه انلاین غونډه کې د طالبانو یو شمېر مخالفو څېرو سره شریکه کړې او له دغو مخالفو څېرو یې غوښتي چې یوې هوکړې ته ورسېږي او د بهرنیانو انتظار ونه کړي. مارشال دوستم زیاته کړې: «راځئ په یو موازي حکومت یا جلاوطن حکومت باندې یوې هوکړې ته ورسېږو او یو موازي حکومت اعلان کړو.»
د مارشال دوستم په اند، په تبعید کې د موازي حکومت مشرۍ باید داسې یو کس ته وسپارل شي چې هغه په دیني مسایلو پوه وي او وکړای شي چې د طالبانو د مشر فرمانونه وننګوي. دغه پخوانی چارواکی همدا راز هیله څرګنده کړې چې که دونالد ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شي، د دې هیواد دریځ به د طالبانو په اړه حتما بدلون ومومي. مارشال زیاته کړې: «که همدا ټرمپ بریالی شي، د خپل عزت او د خپلې اردو د ساتنې لپاره به خامخا عکسالعمل وښيي.» نوموړي په دې انلاین غونډه کې همداراز د خپلو خبرو په دوام کې له طالبانو سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی، خو ویلي یې دي چې کېدای شي طالبان له خپلو مخالفینو سره د مذاکراتو لپاره ډېره علاقه و نه لري.
مارشال دوستم: راځئ یو موازي یا جلاوطن حکومت اعلان کړو
طرز پرس
26 سنبله 1403