یوناما د داعش د برید په تړاو د مسؤلینو د ځواب ویلو لپاره د څېړنو غوښتنه وکړه

طرز پرس

23 سنبله 1403

OIP (4).jpeg

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د داعش د پرونۍ مرګوني برید چې د دایکندي ولایت اوسېدونکي یې هدف وګرځول، په کلکه غندنه کړې او ویلي یې دي چې دوی د دې برید په تړاو د مسؤلینو د ځواب ویلو لپاره د څېړنو غوښتونکي دي.

طرز پرس - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د جمعې په ورځ، د وږي۲۳مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د وژل شویو کورنیو ته تسلیت وايي او «د مسؤلینو د ځواب ویلو لپاره د څېړنو غوښتنه کوي.» د یوناما په دغه خبرپاڼه کې واضح نه دي ویل شوي چې د څېړنو موخه د داعش د پرونۍ حملې د پېښېدو څرنګوالی دی، که پر افغانستان د واکمنې ډلې په توګه طالبان باید ځواب ووايي.
د طرز پرس د سرچینو په وینا، په دایکندي ولایت کې د داعش د پروني بريد له کبله ۱۴ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دغه برید په کور دننه او بهر کې سخت غبرګونونه هم پارولي دي. داعش د دې برید مسؤلیت منلی او طالبانو هم تر ۲۴ ساعتونو وروسته دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې ظالمانه برید دی.