امرالله صالح د ټاپي پروژې تطبیق ناممکن وباله

طرز پرس

21 سنبله 1403

Amrullah-saleh.jpg

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح، ټاپي پروژه د قدرتونو ترمنځ یو تجارتي اعلان وباله او وویل چې د دې پروژې عملي کول ناشونی دی.
طرز پرس - دغه پخوانی چارواکی، چې اوس مهال په تبعید کې ژوند کوي، د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۲۱مه، په خپل اکس (ټویټر) کې لیکلي چې په افغانستان کې قانونیت او مشروعیت «په مطلق ډول» شتون نه لري او د لویو اقتصادي طرحو په اړه خبرې کول لکه «په شپه کې د خیمې لوبه» ده. نوموړي په دې یادښت کې زیاته کړې: «لوی اقتصادي طرحې او پروژې په کورني کچه یو مشروع او د خلکو د خوښې واکمنۍ پورې تړلي دي او له بهرني اړخه یوه ناپېژندل شوې اړیکه ده چې د لویو او منځنیو واکمنانو د ګټو له ټکر او روغې سره تړاو لري.»
دغه پخواني چارواکي زیاته کړې چې د ټاپي پروژه «په یخ کې یوه ټاپه ده» خو ويلي یې دي چې په افغانستان کې د یو مشروع دولت-ملت ته لاسرسی په صورت د تطبیق چارې یې ممکنه کېدای شي.
ټاپي پروژه نن د طالبانو او د ترکمنستاني چارواکو ترمنځ په رسمي ډول پرانېستل شوه او طالبانو اعلان کړی چې د دې پروژې امنیت به د دوی د استخبارات، د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت لخوا تامین شي.