د طالبانو لومړی وزیر: د ټاپي پرانېسته د ترکمنستان د عاقلانه سیاست یوه بېلګه ده

طرز پرس

21 سنبله 1403

GXL6VfCW4AA9R5g.jpeg
د طالبانو لومړی وزیر ملا محمد حسن اخند د ټاپي پروژې پرانېسته د ترکمنستان د حکومت عاقلانه سیاست و بلله او دغه ورځ یې دواړو هېوادونو لپاره یوه تاریخي ورځ یاد کړ.
طرز پرس- ملاحسن اخند دا څرګندونې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د پرانیستي په مراسم کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغو لویو پراختیايي پروژو د عملي چارو په پیل کې د ترکمنستاني لوري ښه نیت هم شامل دی. نوموړي د دې پروژې پر اهمیت ټينګار وکړ او وویل، چې دغې پروژې لپاره اوږد انتظار شوی دی او دا ورځ د افغانستان او ترکمنستان لپاره یوه مهمه او تاريخي ورځ ده.
د ټاپي پروژه نن د «چهارشنبې په ورځ د وږي ۲۱مه،» د طالبانو لومړي وزیر او د ترکمنستان د ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف په حضور کې پرانیستل شوه. د ارګ په پاڼه کې راغلي چې له دغې پروژې سربېره نورې پراختیایي پروژې لکه (نفت او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د کار د پیل پرانیسته هم شوې ده.
طالبانو ويلي چې د ټاپي پروژې لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي چې د استخباراتو، کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت به یې په مشترک ډول ساتنه کوي.