خوست کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو پرله‌پسې نښتې؛ له سېمې تازه حال څه دی؟

راشد صافی

طرز پرس

18 سنبله 1403

1640417076_pak-afghanistan.jpg

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په تېره یوه اونۍ کې درې ځله نښتې شوي، مرګ‌ژوبله هم لري او لسګونه کورونه اړ شوي چې خپلې سېمې پریږدي.

طرز پرس- تر ټولو وروستۍ نښته تېره ورځ مازدیګر مهال شاوخوا څلور بجې پیل شوې وه او تر دوو ساعتونو یې دوام درلود، بیا ودرېدله خو د طرز پرس سرچینې وايي چې د شپې ناوخته یوځل بیاهم د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
له خوست ولایت څخه یوې سرچینې طرز پرس ته وویل، دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو پر هغو طالب ځواکونو ډزې وکړې چې د ډېورند کرښې دې غاړې ته یې یوه نظامي پوسته جوړوله. یاده سرچینه زیاتوي: «وروسته د طالبانو د اردو قوتونو په پاکستاني پوځ د وړو او غټو وسلو ځوابي برید وکړه، زموږ د معلوماتو له مخې پاکستاني پوځ دوې پوستې تخریب او زغروال ټانګ له منځه یوړل شو.»
په همدې حال کې په سیمه کې د طالبانو یو چارواکي ويلي چې دوی په ډېر قوي مورال په فرضي کرښه کې پخپلو سنګرونو کې میشت دي، دغه طالب چارواکي ټينګار کړی، «که پاکستاني پوځ د افغانستان پرخلاف حرکت وکړي د دوی له سخت ځواب سره به مخامخ شي.»
د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی چې په دغه نښته کې څلور طالبان ټپيان شوي دي او پاکستاني لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه د دغه هېواد چارواکو څه نه دي ويلي.

له سېمې تازه حال

د ځاځي میدان ولسوالۍ د یادې سیمې یو تن اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي طرز پرس ته وویل چې په دغو نښتو کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي دي او ځايي خلک یې وېرولي دي. دی زیاتوي چې په سیمه کې وضعیت ډېر سخت کړکیچن او خلک اندېښمن دي او لسګونه کورونه اړ شوي چې د ډزو او نښتو له امله خپلې سېمې پریږدي.
د یادې سېمې یو قومي مشر عالم ګل ځدران طرز پرس ته وویل چې دغه ډول نښتې د دواړو لوریو په ګټه نه دي او باید مخه یې ونیول شي. دی وایي چې هر ځلې په دغو ډول نښتو کې خلک اړ کیږي خپلې کورونه پریږدي، کورنه یې ړنګ کیږي، او حتی مرګ‌ژوبله ورته اوړي. ځدران وایي، طالبان او پاکستان باید دا ډول ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او کنه د داسې نښتو دوام د ډېرو لویو نورو ستونزو لامل کېدای شي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ د چهارشنبې په مازدیګر هم په یاده سېمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وه؛ خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې د دواړو هېوادونو چارواکو څه ونه ویل.