تازه خبرونه

6df052cb-9bd6-4726-9a27-7db100ff5502.jpeg

۱۹کلنه بدخشانۍ جینۍ د کوکچې په سیند کې ډوبه شوه

د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یوه ۱۹ کلنه بدخشانۍ نجلۍ د خپلې پنځه کلنې خورییې د ژغورلو په هڅه کې د کوکچې په سمندر کې ډوبه شوې او ساه یې ورکړې ده.
cac5bdf2-5804-456e-88f8-2219b4089241.jpeg

په فاریاب کې یو سړي خپل د زوم سر غوڅ کړی دی

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په فاریاب ولایت کې یو سړي په بې رحمانه ډول خپل د زوم سر غوڅ کړی او وژلی یې دی. د طرز پرس د خبر له مخې، دغه شل کلن هلک محمد نوميږي او خسر یې هغه مهال ورته سر غوڅ کړی چې دی خپل د کار ځای کې وېده وو.
af6d7fcc-0e21-4251-a084-8f91cabc5552.jpeg

د افغانستان فوټبال په منځنۍ اسیا کې پنځم مقام ته ورسېد

د طرز پرس د راپور پر بنسټ، د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې نن ماښام د سرطان ۲۱مه، د ترکمنستان پر وړاندې لوبه وکړه. په قانوني دقیقوکې لوبه مساوي پر مخ روانه وه خو وروسته په اضافي وخت کې د افغانستان لوبډلې د پنالټي په شوټ وتوانېد چې ترکمنستان ته د ۹-۸ په توپیر ماتې ورکړي او په دې سیالیو کې پنځم مقام ته ځان ورسوي.
UNAMA2.jpg

یوناما: د طالبانو امر باالمعروف وزارت په رسنیو کې پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په رسنیو کې پر ښځو لا زیات محدودیتونه وضع کړي دي.
images-2021-03-03T085518.324-696x369.jpeg

CPG: طالبان دې پر رسنیو خپل ظالمانه اقدامات ودروي

د طرز پرس د خبر له مخې، دغې کمېټې د جولای په نهمه یوه خبرپاڼه کې چې له نیویارکه خپره شوې، ویلي چې د طالبانو استخبارات باید ژر تر ژره او له کوم شرط پرته پر دغې راډيو لګول شوی بندیز لرې کړي.
OIP (1).jpeg

د ځان وژنې تراژيدي، بدخشان کې یوې ښځې خپل ژوند پای ته ورساوه

په بدخشان کې د طالبانو  د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار سه شنبه د چنګاښ پر ۱۹مه، وویل چې دغه ښځه د فیض اباد ښار د« ده پایان چته» سیمې اوسیدونکي وه او پرون یې د موږکانو د وژنې د درملو په خوړلو سره ځان‌‌وژنه کړې ده.
OIP.jpeg

جین پییر: داکټر سپیڼې ماڼۍ ته راغلی؛ خو د جوبایډن درملنې لپاره نه

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشرۍ ماڼۍ د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې وایي چې د پارکنسن ناروغۍ متخصص داکټر دغې ماڼۍ ته راغلی؛ خو د جوبایدن درملنې لپاره نه.
WhatsApp Image 2024-07-08 at 22.52.02.jpeg

منظور پښتین: پر ګیله‌مند د مرګوني برید ترشا د ریاست لاس دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د «PTM» پر مخکښ غړي ګیله مند وزیر د مرګوني برید ترشا د پاکستان د استخباراتو ریاست لاس دی او په همدې دليل تر اوسه هېڅوک په دې تړاو نه دي نيول شوي.
9eab4448-7e88-49ff-b1b1-e7b64f92d148.jpeg

طالبانو د کاوون غږ راډیو نشرات بند کړل

د افغانستان په ختيځ کې د کاوون غږ راډيو مسوولين تاييدوي چې د دې رسنۍ دروازه د طالبانو له خوا تړل شوې او کارکوونکي يې هم له دفتر څخه بهر ایستل شوي دي.