یوناما: د طالبانو امر باالمعروف وزارت په رسنیو کې پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي

راشد صافی

طرز پرس

20 سرطان 1403

UNAMA2.jpg

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په رسنیو کې پر ښځو لا زیات محدودیتونه وضع کړي دي.
یوناما سه‌شنبه د چنګاښ پر ۱۹مه په یو خپاره کړي راپور کې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د واکونو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده. د راپور په حواله، دا وزارت د موسیقۍ، طنزي خپرونو او د هغو فلمونو د خپرېدو مخنیوي کوي چې بهرنۍ کلتور منعکسوي. په راپور کې راغلي: «په کونړ ولایت کې برحاله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له خوا د راډیو سټیشنونو ته لارښوونه شوې چې له ښځینه اړیکه نیوونکو له ځوابولو یا د ښځینه مجريانو د غږ له خپرولو څخه ډډه وکړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ټینګار کړی، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په رسنیو کې د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا نن دغه راپور ناسم بللی دی.