په بدخشان کې یوه ۱۹ کلنه بدخشانۍ نجلۍ د خپلې پنځه کلنې خورییې د ژغورلو په یوه ناکامه هڅه کې د کوکچې په سیند کې ډوبه شوې ده.
سیمه ییزو سرچینو طرز پرس ته ویلي، چې د مرسل په نوم دا ۱۹ کلنه نجلۍ نن د جمعې ورځ د چنګاښ۲۲مه، هغه مهال په سمندر کې ډوبه شوې چې غوښتل یې خپله پنځه کلنه خورييي له ډوبېدو وژغوري. دا پېښه د بدخشان مرکز فیض آباد ښار د لاى آبه په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي اوسېدونکی محمدعالم وايي، پنځه کلن ماشوم ژغورل شوی، خو د هغه توړۍ (مرسل) جسد نه دی ترلاسه شوی او د موندلو لپاره يې هڅې روانې دي. دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې د احمد خالد په نوم يو ١٨ کلن ځوان هم د کوکچې په سمندر کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوی وو. د طالبانو سیمه یيز مسوولین رسنیو ته ويلي چې د اوبو زورورې څپې او له اببازۍ سره د ځوانانو نابلدتیا هغه عوامل دي چې د کوکچې په سمندر کې د ډوبېدو پېښې زیاتې کړي دي.
۱۹کلنه بدخشانۍ جینۍ د کوکچې په سیند کې ډوبه شوه
ترانه سپاهی
طرز پرس
22 سرطان 1403