CPG: طالبان دې پر رسنیو خپل ظالمانه اقدامات ودروي

راشد صافی

طرز پرس

20 سرطان 1403

images-2021-03-03T085518.324-696x369.jpeg

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په لغمان کې د کاوون غږ راډیو د خپرونو بیا پيل ته اجازه ورکړي.
د طرز پرس د خبر له مخې، دغې کمېټې د جولای په نهمه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو استخبارات باید ژر تر ژره او له کوم شرط پرته پر دغې راډيو لګول شوی بندیز لرې کړي. د دغې کمېټې د اسیا د څانګې مسولې بي‌لي‌یي ''Beh Lih Yi'' ویلي: ''د طالبانو حکومت دې پر رسنیو خپل ظالمانه اقدامات ودروي.''
د کاوون غږ راډیو مسول انقلابي یوسفزي وړمه ورځ طرز پرس ته ویلي وو، چې طالبانو د جون په ۱۳مه د دوی دفتر ته ورغلي او ټول کارکوونکي یې له راډیو ایستلي دي. طالب چارواکو بیا ویلي چې دغه راډیو پر دولتي ځمکه او بهرني مالي ملاتړ جوړه شوې وه او په همدې دلیل یې د بندولو اقدام کړی دی.