د ځان وژنې تراژيدي، بدخشان کې یوې ښځې خپل ژوند پای ته ورساوه

جعفر فیصل

طرز پرس

19 سرطان 1403

OIP (1).jpeg

د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د بدخشان ولایت په مرکز کې یوې ۴۰ کلنې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.
په بدخشان کې د طالبانو  د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار سه شنبه د چنګاښ پر ۱۹مه، وویل چې دغه ښځه د فیض اباد ښار د« ده پایان چته» سیمې اوسیدونکي وه او پرون یې د موږکانو د وژنې د درملو په خوړلو سره ځان‌‌وژنه کړې ده. د هغه په وینا، دغې ښځې ولايتي روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته ساه ورکړې ده. نوموړی  وايي، چې د دې ښځې د ځان‌وژنې لامل کورنۍ ستونزه وه او په تړاو يې پلټنې پيل شوې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او ورپسې د بې وزلۍ او بېکارۍ له زیاتېدو وروسته، د هېواد والو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا نهه ورځې وړاندې په بدخشان ولایت کې یوه ځوان د کورنیو ستونزو له امله د د موږکانو د وژنې د درملو په خوړلو ځان‌‌وژنه کړې وه.