منظور پښتین: پر ګیله‌مند د مرګوني برید ترشا د ریاست لاس دی

طرز پرس

19 سرطان 1403

WhatsApp Image 2024-07-08 at 22.52.02.jpeg

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د «PTM» پر مخکښ غړي ګیله مند وزیر د مرګوني برید ترشا د پاکستان د استخباراتو ریاست لاس دی او په همدې دليل تر اوسه هېڅوک په دې تړاو نه دي نيول شوي.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، ښاغلي پښتین دا څرګندونې نن ماښام ناوخته د پاکستان په پېښورکې بي بي سي ته وکړې او په خپلو خبروکې یې ټيڼګار وکړ، چې وروسته له پوره شواهدو سره به په دې برخه کې اقدامات کوي. منظور پښتین په دې اړه وویل: «موږ یوه خبره واضحه کوو چې دومره لویه بدماشي، بغیر له یو قوت نه شي ترسره کېدای. د ریاست لخوا صرف مهری چې تر اوسه هېڅوک یې نه دي نیولي او هغه هم ټول پېښې په اسلام آباد کې ترسره شوي دي، داسې اشارې کوي، چې د دې ټولو پېښو ترشا د ریاست لاس دی.»
ښاغلي پښتون زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې په ټولو مشرتابه غړيو بریدونه په اسلام اباد کې ترسره شوي دي او دا د پوښتنې وړ ده چې ولې د پاکستان حکومت دا بريدګر نه شي نېولی او د هغه په وینا، بله پوښتنه داده چې دا دومره غښتلی سازمان دچا ده چې داسې پلان شوي برېدونه کوي او هېڅ غړی هم پکې نه نېول کيږي. نوموړي وويل: «داسې وارونه هم په ارمان لوڼي شوی دهغه هم بالکل هماغه ځای اسلام آباد کې سر لګېدلی وو، د عثمان لالا سر هم بالکل همدلته ولګېد او په عارف برید هم همدلته وشو، داڅنګه طریقه ده چې دومره سیسټماټیک بریدونه وشي او ریاست دې خبر نه وي.؟»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وویل، چې اوس د دوی ټوله توجه د ګیله من وزیر د صحت په اړه ده او له هغه وروسته به «PTM» له ټولو شواهدو سره خپل اقدامات وکړي. منظور پښتین د ګیله من وزير وضعیت نازک بللی او ويلي يې دي، چې دوی ټول په دې هڅه کې دي چې ګیله من وزیر د ښې درملنې لپاره له پاکستان څخه بهر ولېږدوي.