سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په فاریاب ولایت کې یو سړي په بې رحمانه ډول خپل د زوم سر غوڅ کړی او وژلی یې دی.
د طرز پرس د خبر له مخې، دغه شل کلن هلک محمد نوميږي او خسر یې هغه مهال ورته سر غوڅ کړی چې دی خپل د کار ځای کې وېده وو. دا پېښه د چهارشنبې په شپه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په نښار کلي کې رامنځته شوې ده. فارياب کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد اسماعيل فرقاني هم دغه خبر تاييدوي او وايي چې تر اوسه د دې پېښې انګيزه نه ده څرګنده. خو د محمد خسر د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
د محمد کورنۍ وايي، چې ۱۹ کلن زوی یې له هیچا سره دښمني نه درلوده او په دې وروستیو کې یې د همدي سړي له لور سره د ۸۰۰ زره افغانیو په بدل کې کوژده کړې وه، چې ۴۰۰ زره یې د مهر پیسې ورکړې وې او د پاتې نورو په ورکولو سره یې د واده د تنظیمولو هڅه کوله.
په فاریاب کې یو سړي خپل د زوم سر غوڅ کړی دی
ترانه سپاهي
طرز پرس
22 سرطان 1403