د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ننګرهارکې د ۱۷ سیمه ییزو رسنیو جواز د فریکونسي مالیې د نه ورکړې له کبله ځنډولي او خبرداری یې ورکړی، تر هغو به د فعالیت اجازه ورنه کړي چې خپل پخواني مالیات یې نه وي ورکړي.