پر محمد علي صداقت برید؛ یو وژل شوی او د صداقت په ګډون درې نور ټپیان دي

طرز پرس

18 اسد 1403

bd357cbf-3ec5-4869-aced-82cda17323ab.jpeg

له دایکندي ولایت څخه سرچینې طرز پرس ته وايي، چې پر محمد علي صداقت وسله وال برید کې یو کس وژل شوی او د ښاغلي صداقت او د نوموړي مېرمنې په ​​ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
طرز پرس- محمد علي صداقت د پخواني جمهوري نظام په دوره کې په دایکندي ولایت کې سیمه ییز قوماندان وو او ولسي جرګې ته هم د همدې ولایت نوماند تېر شوی دی.
دا پېښه نن سهار شاوخوا ۹بجې د دایکندي په نیلي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د سرچينې په وینا، محمد علي صداقت د مرمۍ ضد زغره لرلو او له دې کبله یوازې ټپي شوی او اوس یې روغتيايي حالت هم ښه دی. دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، طرز پرس ته وايي، چې برید درې ځوانانو لخوا ترسره شوی او ځوانان په تېښته بریالي شوي دي. تر اوسه د برید دلیل هم نه ده څرګنده. د طالبانو رسمي سرچینو او د ښاغلي صداقت خپلوانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
محمد علي صداقت چې په جنرال صداقت مشهور و، په دایکندي کې یو له نفوذ لرونکو کسانو څخه شمېرل کېده او د جمهوري نظام په دوره کې د دایکندي ولایت پارلماني ټاکنو ته هم نوماند شوی وو. نوموړی د جمهوري نظام تر سقوط وروسته هم په دایکندي کې اوسېده.