سیګار: امریکا په دریو کلونو کې نږدې ۲۱ میلیارده ډالره پر افغانستان لګولي دي

طرز پرس

17 اسد 1403

sigar.jpg

سیګار په خپل نوي راپور کې ویلي، چې امریکا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان او د دې هېواد د کډوالو لپاره ۲۰ میلیارده او ۷۱۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
طرز پرس - د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې اداره یا سیګار وايي، په دغو مرستو کې ۲میلیارده او ۹۷۰ میلیون ډالره له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره وې او ۳.۵ میلیارده ډالره په سویس کې د افغانستان وجهي صندوق ته انتقال شوي دي.
د سیګار د راپور له مخې، ۸،۷ میلیارده ډالره د افغان کډوالو د ایستلو او بیا میشتېدلو د بهیر ملاتړ لپاره، ۵.۳۶ میلیارده ډالره د امریکا د دفاع وزارت لخوا بشري وضعیت څخه د ملاتړ په هدف، ۳ میلیارده ډالر د روغتیا وزارت لخوا او ۲۸۴ میلیونه ډالره نور هم د امریکا د کورنیو چارو وزارت لخوا لګول شوي دي.
که څه هم طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې دغه مرستې به په شفاف او امانت ډول مستحقو او اړمنو کسانو ته ورسيږي؛ خو بیاهم له افغانستان سره د امریکا اونیزې نغدي مرستې له پراخو نیوکو سره مخ دي.