د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو حل لپاره د طالبانو کمېسیون اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۲۶۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي دي.
دغه کمېسیون وايي، چې افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه هرات او نیمروز له لارې افغانستان ته راستانه شوي او له دغو کورنیو سره یې لومړنۍ مرستې همک کړي دي. د مهاجرینو او راستنیدونکو د ستونزو د حل کمیسیون دا هم ویلي چې په دې موده کې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه په انفرادي ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره وضعیت ستونزمن شوی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو عمومي قوماندان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له اسنادو پرته بهرني اتباع باید د روان کال تر پایه پورې له ایران څخه ووځي او خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستان څخه ۲۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
طرز پرس
18 اسد 1403