سیګار: د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې د طالبانو فرامین یوازې پر کاغذ پلي شوي

طرز پرس

17 اسد 1403

sigar.jpg

که څه هم طالبان د مخدره توکو د قاچاقو مخنیوی یوه لویه لاسته راوړنه بولي او تل یې دا موضوع نړیوالو ته هم رسولې، خو سیګار بیا بل روایت لري او وايي چې په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې د طالبانو فرامین یوازې پرکاغذ پلي شوي دي.

د طرز پرس په رپوټ، د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې ادارې یا سیګار ويلي چې په هېواد کې اوس هم د مخدره توکو قاچاق دوام لري او خلکو د تریاکو په ګډون د مخدره توکو د کر او تجارت بندولو لپاره د طالبانو د حکم پر وړاندې مقاومت کړی دی.
سیګار پخپل راپور کې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې یو له هغو لاملونو څخه یاد کړی چې په دې برخه کې د طالبانو له حکمونو او فرمانونو څخه د سرغړونې لامل شوي دي.
کابو یوه میاشت وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په يوه خبري غونډه کې پر نړيوالې ټولنې نيوکه وکړه، چې د ده په باور د نشه يي توکو له قاچاق او کښت سره په مبارزه کې يې مرسته نه ده کړې. هغه زياته کړه، چې طالبانو د نشه يي توکو کر له منځه وړی، خو کروندګر بديل خدمتونو ته او روږدي کسان درملنې ته اړتيا لري، چې د نوموړي په اند دا کار په يواځې ځان ناشونى دى. امیر خان متقي دا خبره خندونکې بللې وه: "نړیواله ټولنه یوازې امر کوي او نور هېڅ نه کوي."
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د طالبانو د هڅو پر ضد لاریون وکړ چې په تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله وړوله.