د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سیګار نوی راپور رد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د تریاکو قاچاق او سوداګري منع دي او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې د تریاکو کر او یا تجارت وکړي.
طرز پرس - د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې اړه د سیګار راپور بې اساسه دی او طالبان توانیدلي چې د مخدره توکو کښت او تجارت صفر ته راټیټ کړي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "د سیګار تازه راپور بې بنسټه دی. په لسیزو کې د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پدیده له منځه وړل شوې ده."
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې اداره یا سیګار مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د مخدره موادو قاچاق دوام لري او خلکو د طالبانو د هغه حکم پر وړاندې مقاومت کړی چې د تریاکو په کښت او سوداګرۍ یې بندیز لګولی وو. سیګار په دغه راپور کې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې یو له هغو لاملونو څخه یاد کړی چې له کبله یې خلک د طالبانو له فرامينو څخه سرغړونې ته اړ شوي دي.