د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، د کابل د نوي ښار ماسټرپلان د جوماتونو د کموالي له امله بدل شوی او اوس د لا زیاتو جوماتونو پر جوړولو غور کيږي.
د ښار جوړونې او کور جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعمان نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې په پخواني ماسټر پلان کې د جوماتونو کموالی یوه تر ټوله جدي ننګونه وه او دوی توانېدلي چې په نوي ماسټرپلان کې د جوماتونو ساحې له دوو جریبه، څلور جریبو ته پراخه کړي. ښاغلی نعمان زیاتوي چې په ده سبز او برک اب کې د کابل د نوي ښار د عملي کار لپاره څلور غیر دولتي شرکتونه ګمارل شوي او له دغو شرکتونو غوښتل شوي چې دوه سوه جریبه ځمکه چمتو او کار پرې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل د نوي ښار ماسټر پلان په ۲۰۰۶ کال کې د وخت حکومت له خوا په څو پړاوونو کې چمتو او دوه کاله وروسته د جاپاني موسسې جایکا له خوا د شپیتو میلیونو ډالرو په لګښت نهايي شو.
د کابل د نوي ښار په ماسټر پلان کې بدلون؛ د جوماتونو جوړول زیات شوي دي
ترانه سپاهی
طرز پرس
15 اسد 1403