تازه خبرونه

درخواست-دختران-کابل-برای-بازگشایی-مکاتب.png

د طالبانو درې کلن واکمنۍ کې، یو اعشاریه ۴ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي

په تعليمي او فرهنګي چاروکې د ملګرو ملتونو دفتر «یونسکو» وايي چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې لږ تر لږه یو اعشاریه ۴ میلیونه نجونې په قصدي ډول له زده کړو محرومې شوې دي.
OIP.jpeg

د زمري ۲۴مه، د هېلو د پړځېدلو ورځ

ما په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پوسټونه وپلټل څو د "جمهوریت" د سقوط او د "امارت" د واکمنۍ په اړه د افغانانو د غبرګونونو یوه ټولیز انځور وړاندې کړو. غبرګونونه بېلابېل دي، ځینې یې ښه ویلي او ځینې یې بد؛ خو تر ټولو ډېر انتقادي پوسټونه د افغان نجونو او ښځو له ادرسه خپاره شوي دي.
9d85cc88b3bd71ffabd8cadb210ed9da_L.jpg

د المان د بهرنیو چارو وزارت: اسراییل دې په قدس کې پاروونکي اقدامات ودروي

د المان حکومت اعلان کړی چې د هر ډول یو اړخیزو اقداماتو مخالف دی چې په فلسطین کې د اوربند لپاره روان تاریخي فرصت کمزوری کوي. 
bd31d1fa-f210-43e8-b8a7-04ee9dc17b6d.jpeg

د هرات ګمرک په ویجاړوونکې اور لګېدنه کې سوځي

سیمه ییزې سرچینې طرز پرس ته وايي چې یوه ویجاړوونکې اور لګېدنه نن د زمري ۲۴مه، له غرمې وروسته د هرات په ګمرک کې رامنځته شوې ده.
maxresdefault.jpg

کبیر: د افغانستان پنځوس کلنه جګړه مو پای ته ورسوله

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وایي چې دوی توانېدلي د افغانستان تېر پنځوس کلنه جګړه پای ته ورسوي او په هېواد کې امنیت او هوساینه برقراره کړي.
5868355.jpg

سراج الدین حقاني: نړېواله ټولنه دې له طالبانو سره تعامل وکړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره تعامل وکړي، ځکه د هغه په اند اوس تر هر وخت ډېر له دوی سره تعامل ته زمینه برابره شوې.
454905544_384867724642369_396464142818676620_n.jpg

شپږیزه لیګ، بند امیر ښاماران لوبډلې دویم ځل لپاره لوبه وګټله

د بند امیر ښاماران ‏لوبډلې د کرېکټ شپږیزه لیګ کې څلورمه لوبه  وګټله او دا دویم ځل وو چې دا لوبډله په دغه لیګ کې پرله پسې بریا ته رسېږي.
OIP (1).jpeg

رئيس الوزرا: د تېرو جګړو د خسارو د جبران مسئولیت را له غاړې دی

د طالبانو رئیس الوزرا محمدحسن اخوند پر افغانستان د دغې ډلې دویم ځل لپاره د واکمنېدو په تبریکۍ پیغام کې ویلي چې د تېرو جګړو د خساراتو د جبرانولو مسئولیت یې تر غاړې دی.
9d0b4120-1117-4e4a-90f9-9ed8260b147b.jpeg

د کوکچې باغي څپې، بدخشان کې د دوو ځوانو نجونو ژوند واخیست

ځايي سرچینې طرز پرس ته وايي چې په بدخشان ولایت کې دوې ځوانې نجونې د کوکچې سیند د باغي څپو ښکار شوې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
a75862af-70ff-4cc8-a303-cd1669403f84.jpeg

د کابل د دشت برچي په نننۍ چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي

طالبانو اعلان وکړ چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د نننۍ چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. طرز پرس- په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یوه میرسډیس ډوله مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوې چاودېدونکي توکې له کبله رامنځته شوې