د طالبانو رئیس الوزرا محمدحسن اخوند پر افغانستان د دغې ډلې دریم ځل لپاره د واکمنېدو په تبریکۍ پیغام کې ویلي چې د تېرو جګړو د خساراتو د جبرانولو مسئولیت یې تر غاړې دی.
طرز پرس: محمدحسن اخوند دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د زمري پر ۲۳مه، د یو اعلامیې په خپرولو سره کړې او ټینګار یې کړی چې د «جهاد» له پای ته رسېدو سره د طالبانو مسولیت پای ته نه دی رسېدلی. نوموړي زیاته کړې: «موږ ته اوس د اسلامي نظام د استحکام، د هېواد ودانولو، د هېواد والو د سر، مال او عزت د خوندي کولو او د تېرو جګړو د خسارو د جبران مسوولیت را له غاړې دی. باید په پوره اخلاص او جدیت سره خپلو مسوولیتونو ته متوجه واوسو.» محمد حسن اخند پخپل دغه پیغام کې د «زمري ۲۴مه» یوه له ویاړه ډکه ورځ بللې او ويلي چې له دغه فرصت څخه باید د افغانانو د ښېرازۍ، سولې او ثبات لپاره په پوره مانا ګټه پورته شي.
طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، وتوانېدل چې یوځل بیا پر افغانستان واکمن شي. په دغه ورځ د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني خپل له نږدې ټیم سره اړ شو، چې هېواد پرېږدي او دا هغه تاريخي ورځ وه چې په افغانستان کې د بٌن د توافق پر اساس د رامنځته شوې جمهوري نظام ټغر ټول او په دوحه کې له امريکا سره د توافق پر اساس، واک یوځل بیا طالبانو ته په لاس ورغی.