کبیر: د افغانستان پنځوس کلنه جګړه مو پای ته ورسوله

طرز پرس

24 اسد 1403

maxresdefault.jpg

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وایي چې دوی توانېدلي د افغانستان تېر پنځوس کلنه جګړه پای ته ورسوي او په هېواد کې امنیت او هوساینه برقراره کړي.
طرز پرس - عبدالکبیر دغه څرګندونې نن د زمري په ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ درېیمې کلیزې په مناسبت په بګرام هوایي ډګر کې یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
له بلې خوا، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسم کې وویل چې دوی توانېدلي دي نژادي تعصب او قومي، ژبني او سمتي تبعیض له منځه یوسي. د حنفي په باور د عفو فرمان د افغانستان د خلکو ترمنځ "ورورولي" رامنځته کړې ده.
نن د «زمري ۲۴مه» پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره شول، خو لا هم نړیوال یې په رسمیت نه پېژني. د کابل د ښار او نورو ولایتونو اوسېدونکو طرز پرس ته ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې لویه ستونزه اقتصادي ستونزه، بيکاري، د بیان آزادۍ نشتون، د فردي او انساني ازادۍ نشتوالی او همدارنګه د نجونو او ښځو پر وړاندې د دوی لخوا اعمال شوي محدودیتونه دي.