په تعليمي او فرهنګي چاروکې د ملګرو ملتونو دفتر «یونسکو» وايي چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې لږ تر لږه یو اعشاریه ۴ میلیونه نجونې په قصدي ډول له زده کړو محرومې شوې دي.
طرز پرس- یونسکو نن پنجشنبه د زمري ۲۵ نېټه، د طالبانو د واکمنۍ درییمې کلیزې په غبرګون کې یو راپور خپور کړی او په هغه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د نجونو راتلونکی په خطر کې دی. د یونسکو په راپور کې راغلي چې د هغو ۲.۵ میلیونه نجونو څخه چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې ښوونځیو ته تللې، ۸۰ سلنه يې له زده کړو او ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان خبرداری ورکړی چې د نجونو له زده کړو څخه محرومیت کولای شي د ماشومانو د سخت کار او له وخت څخه مخکې د نجونو د ودونو په زیاتېدو کې نقش ولوبوي.
یونسکو په خپل راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بې قید او شرط پرانستلو په برخه کې اقدام وکړي او طالبان دې قانع کړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت د پړځېدو او د طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره شوي، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو څخه پاتې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
په دغه موده کې په ملي او نړیواله کچه له هرې خوا د ښوونځیو د پرانستلو لپاره د عدالت غوښتنې او د اعتراضونو غږ پورته شوی؛ خو دا غږونه هیڅکله اورېدل شوي نه دي او طالبان حاضر شوي نه دي چې ښوونځي بېرته پرانیزي.