د کابل د دشت برچي په نننۍ چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي

طرز پرس

21 اسد 1403

a75862af-70ff-4cc8-a303-cd1669403f84.jpeg

طالبانو اعلان وکړ چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د نننۍ چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

طرز پرس- په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یوه میرسډیس ډوله مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوې چاودېدونکي توکې له کبله رامنځته شوې او په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، د دوی امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړي دي. دا پېښه نن د «یکشنبې، ورځ د زمري ۲۱مه» مازدیګر مهال د دشت برچي دولتي ټانک تیل ته نژدې شوې ده. طالبانو ویلي دي چې د دې پېښې قربانیان ملکی وګړي دي.
تر اوسه د چاودنې مسئولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو مخکې د ورته بریدونو مسئولیت په افغانستان کې د داعش په نامه تروریستي ډلې اخېستل.