د کوکچې باغي څپې، بدخشان کې د دوو ځوانو نجونو ژوند واخیست

طرز پرس

21 اسد 1403

9d0b4120-1117-4e4a-90f9-9ed8260b147b.jpeg

ځايي سرچینې طرز پرس ته وايي چې په بدخشان ولایت کې دوې ځوانې نجونې د کوکچې سیند د باغي څپو ښکار شوې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

طرز پرس - د ځايي سرچینو په وینا، دغه دوه ځوانې نجونې چې ۱۸ او ۲۱ کاله عمرونه یې درلودل، د فیض‌آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند د شورابک په سیمه کې، کله چې د کوکچې سیند څخه د لېدو لپاره تللې وې، په اوبو کې ډوبې شوې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړل.
په همدې حال کې د بدخشان ولایت طبیعي پېښو ته د رسېده ګۍ په برخه کې د طالبانو مسول محمد کامګار هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي چې نن «یکشنبه، د زمري ۲۱مه» شاوخوا د ماسپښین ۲بجې دا پېښه رامنځته شوې. ده ویلي: "دوې ځوانې نجونې چې ۱۸ او ۲۱ کلونه عمر یې درلود، وروسته له هغه چې غوښتل یې د کوکچې سیند ته څېرمه لاس په لاس قدم ووهي، په سیند کې ولوېدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړل."
ځايي سرچینې طرز پرس ته وویل چې د سیمې خلکو د دې دوو ځوانو نجونو جسدونه له سینده را ایستلي او کورنیو ته یې سپارلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې درې نور کسانو هم د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې په سیند کې د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.