د هرات ګمرک په ویجاړوونکې اور لګېدنه کې سوځي

طرز پرس

24 اسد 1403

bd31d1fa-f210-43e8-b8a7-04ee9dc17b6d.jpeg

سیمه ییزې سرچینې طرز پرس ته وايي چې یوه ویجاړوونکې اور لګېدنه نن د زمري ۲۴مه، له غرمې وروسته د هرات په ګمرک کې رامنځته شوې ده.
طرز پرس ته په را استول شویو انځورونو او ویډیوګانو کې د دې اور لګېدنې پراخوالی ښکاري او اور په چټکۍ سره په زیاتېدو دی. سرچینې زیاتوي چې د اور وژنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي، خو د دوی هڅو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې. د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه د دې اور لګېدنې د پراخوالي او د هغې د علت په اړه څه نه دي ویلي؛ له بلې خوا، د دې پېښې شاهدان خبرداری ورکوي چې د اور چټکتیا په زیاتېدو ده او که ژر مهار نه شي، کېدای شي ټوله ګمرک له خطر سره مخ کړي.
سرچینې طرز پرس ته ویلي چې د طالبانو ځایي مسوولینو له ایراني چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کړې، څو د اور د کنټرول لپاره د هوايي ژغورنې ډلې وکاروي. تر دې دمه د دې اور لګېدنې د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.