" >

تازه خبرونه

Neda-Mohammad-Nadeem.jpg

ندیم: د نجونو زده کړو په اړه پوښتنه هم تر امر ثاني معطل ده

د افغان نجونو زده کړو په برخه کې طالبانو لخوا د سختو اعمال شویو بندیزونو په دوام کې د دغې ډلې د لوړو زده کړو چارواکي وايي چې د نجونو زده کړو په برخه کې ان پوښتنه کول هم تر امر ثاني معطل ده.
0_Police.jpg

د المان پولیس: په زولینګن کې پر فسټيوال د بريد عامل ۲۶ کلن سوري ځوان دی

د المان پولیس اعلان کړی چې په زولینګین کې پر یوه فسټيوال د برید عامل یو ۲۶ کلن سوریایي وګړی دی او نوموړي پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
ba92e64a-8ecb-4dc5-b6b3-8f5820969764.jpeg

افغانستان د مرکزي آسیا د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې نن شپه د مرکزي آسیا په پایلوبه کې د ۰-۱ په توپیر د اوزبیکستان ملي لوبډله مات کړ او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.
download.jpeg

داعش د المان په لويديځ کې د پرونۍ بريد مسؤولیت ومانه

داعش ترهګرې ډلې د آلمان په زولینګن ښار کې د پرونۍ برید مسؤلیت منلی دی. د آلمان چارواکو ویلي چې د برید په تور یې دوه کسان نیولي دي.
BB1kCw01.jpeg

پینتاګون: طالبان له امریکا سره د داعش پر وړاندې مبارزه کې همکار نه دي

پنټاګون اعلان کړی چې امریکا متحده ایالات د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزې لپاره یو نړیوال ائتلاف لري، خو طالبان د دې ائتلاف برخه نه دي.
190117-845079.jpg

د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو پروازونو بې ساري زیاتوالی

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې په سیمه کې د وروستي کړکېج له کبله، د افغانستان له فضا څخه د نړېوالو پروازونو شمېر په بېساري کچه زیات شوي او نړیوال هوايي چلند اداره د افغانستان فضا یوه خوندي لاره ارزولې ده.
2176439_840.png

د مذاکرې له لارې د سیاسي کړکېج پر حل د برلین او تهران ټينګار

د المان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بربوک خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره تلیفوني خبرې کړي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې تلیفوني خبرو کې په منځني ختیځ کې روان کړکېجن وضعیت د بحث اصلي ټکی وو.
تخریب-جاده-ها.jpeg

چاودنې په ننګرهار کې د یوې مدرسې پنځه زده کوونکي او د هغوی یو مدرس وژلي دي

له ننګرهار څخه ځايي سرچینې طرز پرس ته وایي چې پنځه کوچني ماشومان چې د یوې مدرسې زده کوونکي وو له خپل مدرس سره یو ځای په چاودنه کې وژل شوي دي.
Donald-Trump-Saudi-Arabia-1048383.jpg

ټرمپ: کاملا هریس او ډموکراټانو د بایډن پر ضد کودتا کړې ده

طرز پرس: د امریکا مخکیني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند ډونالد ټرامپ، ویلي دي چې کاملا هریس او ډموکراتانو د جو بایډن پر ضد کودتا کړې او هغه یې د سیاست له صحنې لرې کړی دی.
fe83394d-2558-4ed6-abc4-6a35ea1ad1c6.jpeg

د امربالمعروف قانون نافذ او د «فتنې له وېرې» د ښځو مخ پټول پکې لازمي یاد شوي

طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون نافذ کړی او په دغه قانون کې د ښځې د «ټول بدن پوښښ لازمي او مخ پټول په کې» ضروري ویل شوي دي.