د افغان نجونو زده کړو په برخه کې طالبانو لخوا د سختو اعمال شویو بندیزونو په دوام کې د دغې ډلې د لوړو زده کړو چارواکي وايي چې د نجونو زده کړو په برخه کې ان پوښتنه کول هم تر امر ثاني معطل ده.
طرز پرس: د طالبانو د لوړو زده کړو چارو وزير ندا محمد نديم دغه څرګندونې نن د اګست په ۲۵مه، په کابل کې یوې غونډې ته وکړې او زیاته یې کړه چې د نجونو زده کړې د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې ځنډول شوي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په وینا، د دیني عالمانو څېړنې په دې اړه جریان لري او چې کله بشپړې شوې معلومه به شي چې ایا د نجونو زده کړې د اسلامي شریعت مطابق جواز لري او کنه..؟
نوموړي وویل: «که څوک یې د خلاصون په اړه دلیل لري، دغه وزارت ته دې مراجعه وکړي او په دې اړه پوښتنې هم تر امر ثاني معطل دي.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې و ځنډول شوې او ور پسې پوهنتونه هم د نجونو پر مخ وتړل شول. ګڼ شمېر افغانانو او نړیوالو بنسټونو په دې اړه غبرګونو ښودلي خو طالبان ویلي چې د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو سره به دغه ستونزه حل شي خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نن په کابل کې وویل چې هرڅوک دې په دې برخه کې له ځان څخه مفتي او عالم نه جوړوي او دغه کار د اسلامي شریعت له مخې شوی دی.
ندیم: د نجونو زده کړو په اړه پوښتنه هم تر امر ثاني معطل ده
راشد صافی
طرز پرس
4 سنبله 1403